کور / راپور / امريکا کي يو نفر د يهودو پر عبادتځي د بريد په تور نيول سوی دی

امريکا کي يو نفر د يهودو پر عبادتځي د بريد په تور نيول سوی دی

 

د امريکا په کلوراډو ایالت کي پوليسو هغه نفر نيولی چي غوښتل يې د يهودو پر يوه کليسا بريد وکړي.

د امريکا فدرالي پوليسو ويلي، چي دغه ۲۷ کلن سړی ريچارډ هولزر نومېږي، غوښتل يې د يهودو پر يوې لرغوني کلېسا بريد وکړي.

د چارواکو په خبره، نيول سوی کس دا باور درلود چي سپين پوستي امريکايي وګړي تر نورو لوړ او باشرفه دي، چي د همدغه باور له مخي يې د يهودي کليسا د ورانولو پلان جوړ کړی وو.