کور / راپور / ولسمشر غني: له طالبانو څخه به د بې ګناه خلګو د وژلو غچ اخلم

ولسمشر غني: له طالبانو څخه به د بې ګناه خلګو د وژلو غچ اخلم

 

ولسمشر اشرف غني د بغلان د چاودنې په غبرګون کې ويلي چې امنيتي ځواکونه به له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د بې ګناه هېوادوالو د وژلو غچ اخلي.

د بغلان ولایت ډنډ شهاب الدین سیمه کې تېره ورځ  غرمه مهال  د ملکي وګړو په یو موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې او ګڼه مرګژوبله يې اړولې ده.

ویل کیږي په موټر کې د یوې کورنۍ ۱۴ غړي سپاره وه.

په پېښه کي څلور ماشومان او دوې مېرمني شهيداني سوي او اته تنه نور ژوبل دي.

ژوبل کسان نژدې روغتون ته رسول سوي دي.

په افغانستان کي د هوايي بمبارونو او بمی چاودونو له امله د اولسي وګړو د مرګژوبلي کچه په بېساري توګه لوړه سوې ده.