کور / اقتصادي / امريکا د ايران پر لوړ پوړو چارواکو بنديزونه لګولي دي

امريکا د ايران پر لوړ پوړو چارواکو بنديزونه لګولي دي

 

امريکا د ايران پر جګپوړو چارواکو تازه بنديزونه لګولي دي چي له مخي به يې دغه چارواکي نه سي کولای چي د امريکا متحده ايالاتو ته ولاړ سي.

ددغه بنديزونو له مخي به په امريکا کي  د يادو کسانو شتمنۍ هم کنګل سي.

په دغه بنديزونو کي د ايران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي زوی مجتبی خامنه اي او د هغه پوځي سلاکاران هم شامل دي.

د امريکا د خزانې وزير وايي، چي له دې بنديزونو څخه يې موخه داده چي د ايران لخوا د ترهګرو د مالي او فزيکي ملاتړ مخه ونيسي او د ايران د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي ترهګريز سياست وځپي.