کور / #PTM / په هالنډ کي د پښتون ژغورني غورځنګ د غونډي خبرتیا

په هالنډ کي د پښتون ژغورني غورځنګ د غونډي خبرتیا

د شمالي هالنډ د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې خبرتیا:

د پښتون ژغورني غورځنګ اصلي موخې د پښتنو پر وړاندې د روان ظلم او زیاتي درول او دوي ته د انساني ژوند حق ورکول دي.
ددې ظلم پر وړاندی د یوې کلکې جبهې جوړول او په هغې کې د لراو بر پښتنو راټولیدل یو اساسي ګام بلل کیږي او دې اصل ته د رسيدلو په مقصد د هالنډ مرکزي کمیټې پریکړه کړې ده چې د یوې غیري رسمي او مالوماتي غونډې په ترڅ کې د معززو پښتنو سره اندونه تبادله کړو تر څو غورځنګ او په تیره بیا شمالي هالنډ کمیټې ته وده ورکړو ، د پښتنو په غمیزو او د هغي په لاملونو به آزاد بحث کوو او خاصه پاملرنه به د ځوانانو نظرونو او د هغوي پوښتنو ته وي.
د غونډې وروسته مشاعره اومست اتڼونه په نظر کې نیول شوي دي. ستاسو ټولو ژمنو پښتنو د راتګ په هیله.

وخت: نومبر ۱۷ د ۱۵:۰۰ نه تر ۱۸:۰۰
پته:
Het Breed 16
1025 KD Amsterdam

Info tel. 0640546409