کور / تازه خبرونه / روسان د ګرجستان د پلازمېني د نيولو خيال لري

روسان د ګرجستان د پلازمېني د نيولو خيال لري


روسي پوځونه د نړيوالي ټولني او ملګرو ملتونو له سختو نيوكو سره سره په ګرجستان كي خپلو ځمكنيو او هوايي بريدونو ته دوام وركړى دئ.
د نړيوالو رسنيو د خبرونو له مخي روسي پوځونه د ګرجستان د پلازمېني تبليس د نيولو خيال لري او ټانكونه يې مخ پر دغه ښار روان دي.
د ګرجستان ولسمشر ساكاش ويلي پرون په يوه تلوېزوني وينا كي د نړۍ پر هيوادونو ږغ وكړ چي د روسي پوځونو د د ظلمونو په باب پټه خوله ونه نيسي او له ګرجستانيانو سره دي د روسي يرغل په مقابل كي مرسته وكړي.
امريكا كه څه هم د ګرجستان وضعيت له نيژدې څاري او له روسانو څخه يې غوښتي چي ګرجستان څخه پوځونه وباسي، خو تر اوسه روسيې په دغه هيواد كي خپلو يرغلونو ته دوام وركړى دئ.
بلي خواته د ناټو غړو هيوادونو د ګرجستان په اړه غونډه جوړه كړې، غواړي پر روسيه باندي سياسي فشار واچوي چي له ګرجستان څخه پوځونه وباسي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزيري كاندوليزا رايس په يوه خبري غونډه كي د روسيې ولسمشر ديمتري ميدويف په بد قولۍ تورن كړ او زياته يې كړه چي نوموړي له ګرجستان څخه د خپلو عسكرو د وتلو ژمنه كړې وه، خو نه يوازي ونه وتل، بلكي د دغه هيواد پر اوسېدونكو يې هوايي او ځمكني بريدونه نور هم پراخ كړل، چي له امله يې تر دوو زرو زيات كسان مړه سوي دي.