کور / تازه خبرونه / ناسا: نن شپه سپوږمۍ تندر نيسي

ناسا: نن شپه سپوږمۍ تندر نيسي


د اګست د شپاړسمي ورځي او اوولسمي شپې ترمنځ د سپوږمۍ د تندر د نيولو خبر وركړل سو.
د امريكا فضايي ادارې ناسا خبر وركړ چي را روانه شپه به په منځني ختيځ، منځنۍ آسيا، افريقا، اسټراليا، اروپا او د امريكا په جنوبي هيوادونو كي د سپوږمۍ د تندري ننداره واضحه وليدل سي.
دا په روان كال كي دوهم وار دئ چي سپوږمۍ تندر نيسي.
د ساينسي علومو له مخي د سپوږمۍ د تندر نيولو عمليه هغه وخت رامنځته كېږي، چي مځكه د سپوږمۍ او لمر د سيارو ترمنځ راسي او په دې وخت كي د لمر رڼا سپوږمۍ ته نه رسېږي.
د اسلامي روايتونو له مخي مسلمانان پر دغه وخت خداى (ج) ته پر عجز او زاريو او عبادت كولو امر سوي دي.
ساينس پوهان وايي د لمر او سپوږمۍ د تندر نيولو پر وخت د راز- راز امراضو د خپرېدو بېره سته، چي ښايي له عبادت څخه هم د اسلام د مقدس دين حكمت له دغو ناروغيو څخه خلاصون وي.
د ناسا اداره وايي د سپوږمۍ د تندر نيول به د شپې له يوې بجې او ۳۶ دقيقو څخه پيل چي د سهار تر څلورو بجو او ۴۴ دقيقو به دوام وكړي.
د ناسا اداره زياتوي چي بل وار به د ۲۰۰۹ كال د فبروري او د ۲۰۱۰ كال د ډسمبر په مياشت كي سپوږمۍ تندر ونيسي.