کور / راپور / مولانا فضل الرحمن: پاکستان د پوځ د غلطو پاليسيو له امله خپل حيثيت بايللی دی

مولانا فضل الرحمن: پاکستان د پوځ د غلطو پاليسيو له امله خپل حيثيت بايللی دی

 

په اسلام اباد کي د حکومت ضد  (ازادۍ مارچ) ګډونوال وايي، ترڅو چي عمران خان استعفا نه وي ورکړې، دوی به له دې ځايه ستانه نه سي.

تېره ورځ مولانا فضل الرحمن چي د (ازادۍ مارچ) مشري کوي په ګډ ګونديزه غونډه کي د وينا پر مهال وويل، چي پاکستان دا مهال د سختو ننګونو سره مخ دی او عمران خان نه سي کولای چي دا ملک اداره کړي.

د هغه په خبره، د ملک چاري د ولسي حکومت سره نسته او هيڅ واک نه لري، بلکي ټول واک د پوځ سره دی  او د هغوی پاليسي عملي کېږي.

مولانا فضل الرحمن وويل، دا مهال د پاکستان او هند اړيکي خرابي دي، د افغانستان او چين سره مو اړيکي بې باوره دي او په نړيول ډګر کی هم منزوي سوي يو، دا ټول د پوځ او رياست د غلطو پاليسيو له لاسه د داسي حالت سره مخ يو.

له څو ورځو راهيسي په پلازمېنه اسلام اباد کي د حکومت مخالف ګوندونه راغونډ سوي او د عمران خان د استعفا لپاره يې ستر لاريونونه راپيل کړي دي. او وايي چي موجوده حکومت د پوځ په زور راغلی دی او بايد ړنګ سي.

خو د پاکستان لومړي وزير عمران خان وايي، چي مخالف ګوندونو ته به سر ټيټ نه کړي او په هيڅ صورت به استعفا ورنه کړي.