کور / راپور / ‌ډېره اسماعيل خان کي د ايف سي درې سرتېري هلاک سوي دي

‌ډېره اسماعيل خان کي د ايف سي درې سرتېري هلاک سوي دي

تېره ورځ د ډېره اسماعيل خان په کلاچۍ سيمه کي د ايف سي درې کسان هلاک سوي او دوه نور ژوبل سول.

دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله د ايف سي پر ګاډي نامالومه وسلوالو ډزي وکړې او د ایف سي دوه کارمندان يې ځای پرځای ووژل او يوه بل ژوبل کس په روغتون کي مړ سو.

په دغه پېښه کي دوه نور کسان ژوبل سوي هم دي.

د پېښي مسؤوليت تراوسه کومي وسلوالي ډلي پر غاړه نه دی اخيستی، خو له دې وړاندي په شمالي وزيرستان کي د پنځو پاکستاني پوځيانو د وژلو ذمه واري د حزب الاحرار وسلوالي ډلي پر غاړه اخيستې وه.