کور / راپور / په اسلام اباد کي د حکومت او اپوزيسون ترمنځ خبري ناکامه سوې

په اسلام اباد کي د حکومت او اپوزيسون ترمنځ خبري ناکامه سوې

پرون سه شنبه د پاکستان د حکومت او د اپوزيسون د مشرانو ترمنځ خبري اتري بې نتيجې پای ته ورسېدې.

د حکومت لخوا اپوزيسون ته وړانديز وسو، چي د ځينو غوښتنو د منلو په مقابل کی بايد اپوزيسون په اسلام اباد کي د (ازادۍ مارچ) ختم کړي، خو د اپوزيسون مشران بيا وايي چي ترڅو عمران خان استعفا نه وي ورکړې دوی به خپل پرلت ته ادامه ورکړي.

حکومت وايي، چي د عمران خان د استعفا پرته د مخالف ګوندونو نورو غوښتنو باندي خبري کېدای سي، خو د اپوزيسون لومړۍ غوښتنه بيا د عمران خان استعفا ده.

له څو ورځو راهيسي په پلازمېنه اسلام اباد کي د حکومت مخالف ګوندونه راغونډ سوي او د عمران خان د استعفا لپاره يې ستر لاريونونه راپيل کړي دي. او وايي چي موجوده حکومت د پوځ په زور راغلی دی او بايد ړنګ سي.

خو د پاکستان لومړي وزير عمران خان وايي، چي مخالف ګوندونو ته به سر ټيټ نه کړي او په هيڅ صورت به استعفا ورنه کړي.