کور / راپور / په هانګ کانګ کې د افغانستان د تاريخي اثارو نندارتون پرانستل شو

په هانګ کانګ کې د افغانستان د تاريخي اثارو نندارتون پرانستل شو

 

تېره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دهانګکانګ د تاریخ په موزیم کې دتاریخي آثارو نندارتون پرانیستی.

ددې نندارتون  د پرانیستې پرمهال د هانګکانګ د موزیمونو او تاریخي آثارو د برخې مسؤلینو د افغانستان او چین د ولسونو د فرهنګي‌ او تاریخي اړیکو په لا ټینګښت تاکید وکړ او دا ډول نندارتونونه یې ددې اړیکو د پیاوړتیالپاره مهم وبلل.

ددې مراسمو په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوري له چین سره د افغانستان په دوستانه اړیکو او په سیمه کې ددې هېواد د اغیزې په اړه څرګندونې وکړې او ددا ډول نندارتونونو موخه یې له دوی سره د فرهنګي ګډې راکړې ورکړې او د افغانستان د فرهنګي او تاریخي انځور سره  د سیمې او نړۍ اشنا کیدل وبلل.

د افغانستان دغه تاریخي آثار چې پکې د (‌تپه فلول، آی خانم، طلا تپې، باګرام او تپه زرګران) دوه سوه یو دریش قلمه آثار شامل دي‌ له شاوخوا دوه کلونو راهیسې د چین ولسي جمهوریت سره د فرهنګي راکړه ورکړې د ګډ تفاهم لیک پربنسټ په څلورو موزیمونو کې نندارې ته ایښودل شوي دي، چې د معنوي ارزښت ترڅنګ ترې د دولت بودجې ته یو نیم میلیونه ډالر مالیې ګټه هم لیږدول شوې ده. د یادولو ده چې دا تاریخي آثار به تر راتلونکو دریو میاشتو د هانګکانګ د تاریخ په موزیم کې نندارې ته ایښودل شوي‌ وې.