کور / د ډيورنډ کرښه / د ډيورنډ د فرضي کرښي په هکله د مشرانو جرګې درېځ

د ډيورنډ د فرضي کرښي په هکله د مشرانو جرګې درېځ

 

د ډیورند فرضي کرښې په اړه مو دريځ روښانه دی، هېڅکله به یې د سرحد په توګه ونه پېژنم

که د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ له هغو سرتېرو سره مخ شم چې د پاکستاني پوځ په مقابل کې په مېړانه جنګيدلي لاسونه به یې ښکل کړم او هېوادنۍ مینې ته به یې سلام او احترام وکړم

د پاکستان استخباراتي سازمان له خوا د افغان سفیر احضارول په سختو ټکو غندم  او دا د یاد هېواد د بې شرمۍ انتها ګڼم

دا چې د پاکستان سفارت د ویزو وېش د کومو دلايلو پر اساس درولی په دې اړه د جرګې د نړیوالو چارو کمیسیون ته دنده ورکړل شوه چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکي استجواب او په اړه ترې وضاحت وغواړي

هېچا سره شخصي ستونزه نه لرم خو امنیتي سکتور مو سره کرښه ده او چاته اجازه نه ورکوم چې په شخصي عقدو زمونږ په اتلانو ناسم تورونه ولګوي

نن مو د مشرانو جرګې په عمومي ناسته کې پر پورتنيو موضوعاتو بحثونه درلودل

د ډیورند کرښه فرضي او کرغېړنه کرښه ده هېڅکله یې د سرحد په توګه نه منو او نه مو منلې ده په دې اړه پریکړه د ملت او ولسونو واک دی نه  د سیاسیونو خپلو خلکو ته ډاډ ورکوم چې ددوی په استازولی به یې ارادې تمثیلوو، ډاډه یم چې افغان حکومت هم د ډیورند فرضي کرښې په اړه هېڅ راز اشتباه نه ده کړې او وبه یې هم نه کړي.

دا چې په کومو دلایلو او ملحوظاتو د پاکستان سفارت د ویزو وېش درولی په دې اړه د جرګې د نړیوالو چارو کمیسیون ته دنده ورکړل شوه چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکي دې استجواب او په اړه دې وضاحت واخلي، خو کوم برخورد چې د اسلام آباد کې افغان سفیر سره د پاکستان د استخباراتي سازمان له خوا ترسره شوی په سختو ټکو یې غندم، دا د ټولو ډپیلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی هېڅ استخباراتي اداره دا حق نه لري چې ډپیلوماتان دې استجواب کړي، دا د پاکستان د نهایت بې شرمۍ او بې حیايۍ ښکارندويي کوي چې هېڅ راز منل شویو اصولو او قوانین ته ژمنتیا نه لري.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه مو اتلان او ددې خاورې او ملي نوامیسو رښتیني ساتونکي او محافظین دي د خپل ځان په نذرانه کولو د افغانستان پت او عزت ساتي ، ددې ترڅنګ چې د نړیوالو ترهګرو سره په مېړانه مبارزه کوي په کمو امکاناتو یې وشو کولای چې پاکستاني یرغلګرو ملېشو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او هغوی تېښتې ته اړ کړي.

فضل هادي مسلم یار

دمشرانو جرګې رییس