کور / راپور / اجرائيه رئيس عبدالله د ولسمشر غني د سولي طرحه رد کړه

اجرائيه رئيس عبدالله د ولسمشر غني د سولي طرحه رد کړه

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د اشرف غني د سولي هغه اووه ماده ايزه طرحه رد کړه، چي تېره مياشت ولسمشر غني وړاندي کړه.

په دغه طرحه کي چي د ولسمشر اشرف غني لخوا وړاندي سوې پکي اووه مادې راغلي او تر ټولو ډېر تمرکز د طالبانو سره د خبرو لپاره د يوې مياشتني اوربند وړانديز دی.

په دغه طرحه کي راغلي چي طالبان بايد د افغان حکومت سره د خبرو وړاندي يوه مياشت اوربند وکړي.

ددغې طرحي په هکله عبدالله عبدالله تېره ورځ د فرانس پريس خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وويل، چي دا طرحه مهمه نه ده.

ښاغلي عبدالله  وويل:  “که رشتيا ووایم، هیچا دغه طرحه د یو پروګرام په توګه جدي نه ده نیولې.دغه طرحه له بل هر څه ډیر د هیلو یو ليست دی. نه د افغانستان خلک او نه بل څوک دغه طرحه جدي نه نیسي”.

بل خوا د ولسمشر غني وياند صديق صديقي د عبدالله نیوکه کمزوری سياست بللی دی او ويلي يې دي، چي سياسي پوهي ته اړتيا سته.

ښاغلي صديقي پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي: “جمهور رئیس غني د سولې خپله طرحه د نورو سره په څرګنده بیانوي او نتیجو ته د رسیدو لپاره. عملي ګامونه پورته کوي. له هیلو سره د یو نظر/پروگرام پرتله کول کمزوری سیاسي قضاوت دی چي ورسره مخالف یم”.

ښاغلي صدیقي وویل: “اوس د سیاسي پوهې وخت دی.”