کور / راپور / چارواکي: په اروزګان کي پنځوس طالب وسلوال وژل سوي دي

چارواکي: په اروزګان کي پنځوس طالب وسلوال وژل سوي دي

د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي، چي د اروزګان ولايت په ګیزاب ولسوالۍ کي يې د طالب جنګياليو ۵۰ کسيزه ډله له منځه وړې ده.

له ۲۰۵ اتل قول اردو څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي، چي په ګيزاب ولسوالي کي د افغان ځواکونو په ځمکنيو او هوايي عملياتو کي ۵۰ طالبان وژل سوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د چارواکو په خبره، په دغه عملياتو کي د طالبانو سره سخته نښته سوې، خو د افغان ځواکونو د تلفاتو په هکله يې څه نه دي ويلي.

طالبانو د افغان حکومت د ادعا په غبرګون کي تر دا مهاله څه نه دي ويلي.