کور / راپور / مولانا فضل الرحمن: پوځ په زرګونو بې ګناه کسان د ترهګرۍ په تور وژلي دي

مولانا فضل الرحمن: پوځ په زرګونو بې ګناه کسان د ترهګرۍ په تور وژلي دي

د جميعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وایي، چي رياست د ترهګرۍ په تور په زرګونو کسان په ناقانونه توګه پورته کړي دي.

نوموړي تېره شپه ناوخته په اسلام اباد کي د (ازادۍ مارچ) ګډونوالو ته په وينا کي وويل چي، د پاکستان رياست د ترهګرۍ په تور په زرګونو پښتانه نيولي او پرته له محکمې يې په زندانونو کي اچولي دي.

مولانافضل الرحمن وويل: “کوم قانون دا اجازه ورکوي، چي د ترهګرۍ په تور بېګناه کسان ونيسه او ۱۰ او ۱۵ کاله يې په زندان کي واچوه او هغوی دي هيڅ يوې محکمې ته لاسرسی ونه لري.”

هغه وويل، د پوځ لخوا نيول سوي کسان له کلونو کلونو لادرکه دي، ډېری يې وژل سوي او په زرګونو نور په زندانونو کي شپې سبا کوي.

مولانا فضل الرحمن وويل، چي د ترهګرۍ په تور نيول سوي کسان ولي په زندان کي ساتل کېږي، هغوی ته ولي دا حق نه ورکول کېږي چي محکمې ته لاسرسی پيدا کړي، ترڅو ټولو ته ښکاره سي چي ترهګر څوک دی او بې ګناه څوک دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ هم ويلي چي پاکستاني پوځ په زرګونو پښتانه د ترهګرۍ په تور نيولي او ډېری کسان يې پکي وژلي دي.

د پي ټي ايم د مهمو غوښتنو څخه يوه همداده چي بايد د پښتنو تولوژنه او اختطافول ودرول سي.

له څو ورځو راهيسي د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ په پلازمېنه اسلام اباد کي د ( ازادۍ مارچ) په نوم پرلت پيل کړی او له موجوده حکومت څخه غوښتنه کوي چي لومړی وزير عمران خان دي استعفا ورکړي. خو عمران خان ويلي، چي هيڅکله به استعفا ور نه کړي.