کور / راپور / د نواز شريف ژوند د خطر سره مخ دی، حکومت يې په درملنه کي مرسته نه کوي

د نواز شريف ژوند د خطر سره مخ دی، حکومت يې په درملنه کي مرسته نه کوي

د مسلم ليک (ن) ګوند مخکښان وايي چي د پاکستان  د پخواني لومړي وزير  نواز شريف روغتيايي حالت د خطر سره مخ دی او بايد په يو پرمختللي روغتون کي يې درملنه وسي.

د ګوند يو مشر وايي، چي د نوازشريف روغتيايي حالت ورځ تربلي مخ پر خرابېدو دی او د هغه د ښې درملني لپاره بايد هغه له هيواد بهر روغتون ته ولېږدول سي.

د مسلم ليګ ګوند مشران وايي، چي حکومت د ښاغلي شريف په درملنه کي هيڅ مرسته نه کوي او په لوی لاس غواړي هغه د خطر سره مخ کړي.

نواز شريف د فساد په تور په بند کي وو، خو تېره اونۍ د خراب روغتيايي حالت له امله روغتون ته ولېږدول سو او محکمې هم د هغه د بند سزا د يوې مياشتي لپاره معطله کړل.