کور / راپور / عثمان ډار پښتنو ته د سپکاوي له امله د سختو نيوکو سره مخ دی

عثمان ډار پښتنو ته د سپکاوي له امله د سختو نيوکو سره مخ دی

د پاکستان د حکومت د ځوانانو چارو مرستيال عثمان ډار  د هغه څرګندونو له  امله د سختو نيوکو سره مخ دی چي د پکي د پښتنو سپکاوی يې کړی وو.

عثمان ډار دوې ورځي وړاندي په اسلام اباد کي د (ازادۍ مارچ) په تړاو ټولو پښتنو ته د سپکاوي ډکي څرګندوني وکړې او ويې ويل، اکثره چي پښتانه په لارو کوڅو کي ګرځي او د ۵۰۰ روپو کمبل په ۵۰ ورکړي او بيا ځي.

 ډار نه د پاکستان په يو شخصي ټيلي ويژن (اېکسپرېس) باندې پوښتنه سوې چي د ازادي مارچ د احتجاج کوونکو سره به څه کوئ، دوی ته به څه ورکوئ چي مطمئن سي او لاړ سي؟
هغه يې ځواب په دې ټکو کي ورکړی ؤ چي د مولانا د ازادي مارچ پای به هم په دې ډول کيږي لکه،
“چي پښتانه اکثره په لارو کوڅو کي ګرځي او د ۵۰۰ روپو کمبل په اخره کي په ۵۰ روپۍ ورکړي”.