کور / راپور / ترهګر پوځ وزيرستان کي يو کس د خپلي کورنۍ په وړاندي وژلی دی

ترهګر پوځ وزيرستان کي يو کس د خپلي کورنۍ په وړاندي وژلی دی

د شمالي وزيرستان په خيسور علاقه کي تېره شپه پاکستاني ترهګر پوځ يو اولسي وګړی په ډزو وژلی کړی دی.

د راپورونو له مخي دغه کس د پوځ لخوا نيول سوی او وروسته د کورنۍ د غړو په مخ کي په ډزو وژل سوی دی.

د وژل سوي کس زوی پر سوشل میډيا(خواله رسنيو) ويلي چي پوځيانو زما پلار له کوره وايستی او وروسته د ډزو ږغونه سوه، کله چي مو وکتل پلار يې را شهید کړی وو.

پاکستاني پوځ په زرګونو پښتانه د ترهګرۍ په تور نيولي او وژلي دي او اوس هم په قبايلي سيمو کي دا لړۍ روانه ده.