کور / راپور / ډېره بګټي: د وسلوالو په بريد کي ۱۱ پاکستاني ملېشه هلاک سوي دي

ډېره بګټي: د وسلوالو په بريد کي ۱۱ پاکستاني ملېشه هلاک سوي دي

په بلوچستان کي پر حکومت پلوه وسلوالي ډلي حمله سوې او ګڼ کسان پکي هلاک سوي دي.

د بلوچستان په ډېره بګټي سيمه کي تېره شپه وسلوالو د حکومت پلوه مليشو پر يوې پوسته بريد کړی دی، چي په کي ۱۱ تنه حکومتي منسوبين هلاک سوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.

د راپورونو له مخي بريد د شپې مهال پر يوې قرارګاه سوی او هلته مېشت ځايي ملیشه ځواکونه چي د حکومت په ملاتړ په سيمه کي دېره دي وژل سوي دي.

د بريد پړه کومي وسلوالي ډلي پرغاړه نه ده اخيستې، خو په بلوچستان کي د بلوڅ بيلتونپالو جنګيالي وخت ناوخته پر پاکستاني پوځيانو او حکومتي منسوبينو حملې کوي.