کور / راپور / د بخښني نړيوال سازمان پاکستاني رياست ته: پروفيسر اسماعيل خوشي کړئ

د بخښني نړيوال سازمان پاکستاني رياست ته: پروفيسر اسماعيل خوشي کړئ

 

د بخښني نړيوال سازمان ( امنسټي انټرنيشنل) پر پاکستاني رياست ږغ کړی چي پروفيسر اسماعيل دي پرته له کوم قيد او شرط څخه خوشي کړي.

دغه سازمان د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ته يو ليک لېږلی او پکي يې غوښتنه کړې چي د پروفيسر اسماعيل پرضد دي مقدمې درجول بندي کړي او هغه دي ژرترژره خوشي کړي.

۶۴ کلن اسماعيل د پاکستان استخباراتي ادارې د پېښور های کورټ مخي ته د ځان سره بېولی او زندان ته يې لېږلی دی.

پاکستاني رياست پر هغه باندي د سايبري جرمونو مقدمه درج کړې ده.

د ښاغلي اسماعيل وکيل شهاب خټک وايي، چي پر هغه جوړه مقدمه بالکل دروغ ده او هيڅ اساس نه لري، بلکي ددې مقدمې ترشا د رياست نور اهداف پراته دي.

د پروفيسر اسماعيل لور ګلالۍ اسماعيل وايي، چي د هغې پر پلار له وړاندي هم د رياست لخوا د دروغو مقدمې درج سوي وې، خو په هغه کي رياست ته څه په لاس ورنه غلل او اوس يې بيا نوري مقدمې ورته جوړي کړې.

آغلې ګلالۍ وويل، پلار يې ناروغ دی او په زندان کي د هغه لپاره هيڅ اسانتيا نسته، بايد ژرترژره خوشي سي.

د جنوبي اسيا لپاره د امريکا ځانګړې استازي اليس ويلز هم د پروفيسر اسماعيل پر بندي کېدو خواشيني ښودلې ده.