کور / راپور / “ازادۍ مارچ ګډونوال: “چي مشران څه راته وايي هغه کوو

“ازادۍ مارچ ګډونوال: “چي مشران څه راته وايي هغه کوو

په اسلام اباد کي د جميعت علماء اسلام (ف) په مشرۍ د حکومت مخالف ګوندونو مارچ نن په نهمه ورځ هم روان دی.

د (ازادۍ مارچ) په نوم راټول سوي کسان د حکومت پرضد شعارونه ورکوي او غوښتنه کوي چي لومړی وزير عمران خان دي استعفا ورکړي.

د حکومت مخالف ګوندونه وايي، چي د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت د پوځ په مرسته راغلی او بايد ړنګ سي.

دا مهال په اسلام اباد کي د يخ موسم پيلېدونکی دی او د بارانونو سره سره ګډونوال وايي، ترڅو چي مشرانو ورته نه وي ويلي دوی به له دې ځايه ولاړ نه سي.

مولانا فضل الرحمن چي د (ازادۍ مارچ) مشري کوي وايي، چي ترڅو عمران خان استعفا نه وي ورکړې، دوی به خپل لاريونونه جاري وساتي.

بل خوا عمران خان ويلي، چي دی به مخالف ګوندونو ته سر ټيټ نه کړي او هيڅکله به استعفا ورنه کړي.

پاکستان دا مهال د سخت سياسي کړکېچ سره مخ دی .