کور / راپور / واڼه کي وسلوالو غلو د ملينونو روپو جلغوزي غلا کړي دي

واڼه کي وسلوالو غلو د ملينونو روپو جلغوزي غلا کړي دي

 

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کي وسلوالو غلو له يو ګودام څخه د مليونونو روپو په ارزښت جلغوزي غلا کړي دي.

د راپورنو له مخي، تېره شپه مخپټي وسلوال کسان حسن ګودام ته ننوتلي او هلته يې د سوداګرو څخه د موبايلونو او پيسو سره سره له ګودام څخه ۲۳ بوجۍ جلغوزي هم غلا کړي دي.

عيني شاهدان وايي، چي د غلو سره وسلې وې او ټولو ته يې د وسلو په زور ګواښ وکړ چي دوی تعقيب نه کړي.

د حسن ګودام سوداګر وايي، چي غلو د ۱۲ مليونه روپو په ارزښت جلغوزي غلا کړي دي.

دوی وايي، چي که غله ونه نيول سول، دوی به د واڼه باي پاس روډ د احتجاج په توګه بند کړي.