کور / راپور / د زابل په اټغر ولسوالي کي طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي

د زابل په اټغر ولسوالي کي طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي

د جمعې په شپه د زابل په اټغر ولسوالۍ کي پر امنیتي پوستو ولسوال برید سوی دی .

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي ددې ولسوالۍ پر کمر بندي پوستو د جمعې په شپه وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي چي په پایله کي یې یو پولیس وژل سوی او دوه نور ټپیان دي .

هغه وایي د پولیسو په ځوابي برید کي درې تنه وسله وال طالبان هم وژل سوي او دوه تنه پټیان دي .

د سیال په خبره جګړې یو ساعت دوام کړی او سله وال طالبان په شاه تمبول سوي دي چی اوس هلته امنیتي حالت عادي دی .

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې برید په اړه څه ندي ویلي.