کور / راپور / مولانا فضل الرحمن :چي بيا د خبرو لپاره راځئ، د عمران خان استعفا درسره راوړئ

مولانا فضل الرحمن :چي بيا د خبرو لپاره راځئ، د عمران خان استعفا درسره راوړئ

د جميعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن پر حکومتي مذاکراتي ټيم ته ويلي، چي کله د خبرو لپاره راځئ نو د عمران خان استعفا هم درسره راوړی.

مولانافضل الرحمن چي د (ازادۍ مارچ) مشري  کوي تېره ورځ په اسلام اباد کي وويل، چي د حکومت مذاکراتي ټيم ته دا وايو چي که زموږ سره د خبرو اترو لپاره راځئ، نو د ځان سره به د عمران خان استعفا راوړئ.

نوموړي ويلي، د عمران خان د استعفا پرته د حکومت سره خبري اتري نه کوي.

مولانا وويل، چي د پاکستان موجوده حکمرانانو دا هيواد خراب لوري ته روان کړی دی او بايد ژرترژره ليري کړل سي.

له څو ورځو راهيسي د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ په پلازمېنه اسلام اباد کي د ( ازادۍ مارچ) په نوم پرلت پيل کړی او له موجوده حکومت څخه غوښتنه کوي چي لومړی وزير عمران خان دي استعفا ورکړي. خو عمران خان ويلي، چي هيڅکله به استعفا ور نه کړي.