کور / #PTM / پاکستاني استخباراتو د طاهر داوړ د تره زوی وژلی دی

پاکستاني استخباراتو د طاهر داوړ د تره زوی وژلی دی

د پاکستاني استخباراتو لخوا د اس پي طاهر داوړ يو خپلوان په شمالي وزيرستان کي په ډزو وژل سوی دی.

پېښه د ميرعلي په بازار کي هغه مهال رامنځ ته سوه چي د طاهر داوړ د تره زوی منصور خدي د سودا اخيستلو لپاره بازار ته راغلی وو.

طاهر داوړ چي پوليس افسر وو  څو مياشتي وړاندي د پښتون ژغورني غورځنګ د ملاتړ په تور پاکستاني استخباراتو ووژی.

د منصور خدي کورنۍ وايي، چي استخباراتو دوی ته له وړاندي هم ګواښونه کړي وه او اوس به دوی د خپل وژل سوي کس لپاره د انصاف غوښتنه کوي.

له دې وړاندي هم ډېری کسان د پښتنو د حقونو غوښتني په تور د پاکستان د استخباراتي ادارو لخوا لادرکه سوي او وژل سوي دي.