کور / راپور / چارواکي: ځانګړو ځواکونو په زابل کي طالب جنګيالي نيولي دي

چارواکي: ځانګړو ځواکونو په زابل کي طالب جنګيالي نيولي دي

چارواکي وايي، چي په زابل ولايت کي يې د طالبانو پنځه غړي نيولي دي.

د کندهار چارواکي وايي، چي تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د زابل ولایت د ښار صفا ولسوالۍ د ترنک او جلدک په ساحو کي یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چي په ترڅ کي یې یو وسلوال طالب وژل سوي او پنځه تنه وسلوال طالبان يې ژوندي نیولي دي.

چارواکي وايي، چي په ترسره سوو عملیاتو کي ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو او د هغوی کورونو ته هیڅ ډول مرګ ژوبله او زیان ندي اوښتي.

طالبانو تر دا مهاله په دې هکله څه نه دي ويلي.