کور / راپور / د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بودايي پېر قاچاق شوی آثر ترلاسه کړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بودايي پېر قاچاق شوی آثر ترلاسه کړ

دغه تاریخي آثر چې د بودایې پیر له درېیمې څخه تر څلورمې پیړۍ اړوند ګڼل کیږي په هانګکانګ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پوهاند محمد رسول باوري ته د افغانستان د یوه خواخوږي ګبریل شاین له خوا تسلیم شو.

پوهاند باوري په دې مراسمو کې له نوموړي څخه له زړه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې نوموړی به له دیپلوماتیکې لارې وستایې.‌ او همدارنګه یې ټینګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ژمن دی څو خپل تاریخي قاچاق شوي آثار بیرته هېواد ته راوګرځوي.

ښاغلي شاین د خپلو خبرو پرمهال وویل چې ((دا آثر یې څو کاله وړاندې تر لاسه کړی وو او هغه مهال په دې پوه شوی وو چې دا د افغانستان اړوند دی خو ولې تر اوسه داسې مناسب فرصت نه وو پيدا شوی چې دا آثر خپل اصلي ټاټوبي ته وکرځوي.))

د یادولو ده دغه اثر د یونیسکو په نړیوال کتاب کې ثبت او راجستر دی او د افغانستان ملي موزیم په کټلاک کې یې هم انځور شته، چې دې ته ورته نور آثار هم په ملي موزیم کې شتون لري او همدارنګه دا اثر د شترک د سیمې له آثارو شمېرل کیږي چې ډير ژر به هېواد ته ستون او په ملي موزیم کې به نندارې ته کیښودل شي.