کور / راپور / دفاع وزارت: د دريو قاضيانو قاتل په هوايي بريد کي ووژل سو

دفاع وزارت: د دريو قاضيانو قاتل په هوايي بريد کي ووژل سو

دفاع وزارت وايي، د يو هوايي بريد په ترڅ کي يې د هغه دريو قاضيانو قاتل وژلی چي له پکتيا څخه کابل ته پرلار  يې وژلي وه.

د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره دفاع وزارت ويلي، چي پرون ماښام ۶ بجې يې د لوګر ولايت په محمد آغه ولسوالۍ کي هوايي بريدونه کړي، چي په نتيجه کي يې د يو قومندان په شمول ۵ طالب وسلوال وژل سوي دي.

خبرپاڼه وايي، وژل سوی طالب قومندان هغه کس وو چي دوې ورځي وړاندي يې له پکتيا څخه کابل ته پرلاري درې قاضيان ووژل.

طالبانو په دې هکله تراوسه څه نه دي ويلي.