کور / د ډيورنډ کرښه / پښتانه سياستوال: ډېورنډ په کرښه پښتانه په بې رحمۍ سره په ځنګله او ازغن تار وېشل سوي

پښتانه سياستوال: ډېورنډ په کرښه پښتانه په بې رحمۍ سره په ځنګله او ازغن تار وېشل سوي

پاکستان د هند سيکانو ته ددې اجازه ورکړې چي د خپل روحاني مشر ګرونانک د زيارت لپاره پرته له وېزې پاکستان ته داخل سي.

دا پرېکړه څه موده وړاندي د پاکستان لومړي وزير عمران خان وکړه، خو هندي چارواکو خپلو خلګو ته ويلي، چي د پاکستان چل ته بيداره واوسې، هسي نه چي په شاتو کي زهر درکړي.

په ورته مهال پښتنو سياستوالو ويلي، چي پاکستان د خپلو ګټو لپاره هندي وګړو ته پرته له وېزې اجازه ورکوي، خو د يوه ټبر پښتانه بيا سره بېلوي.

پښتون سياستوال افراسياب خټک هم په ټويټر ويلي:

“د بهرنيو چارو وزیر (شاه محمود قرېشي) د کرتار پور د لارې پرانستل د پاکستان او هندي پنجاب ترمنځ د برلن د ديوال غورځولو په نوم ياد کړي خو بل لور ته د ډېورنډ په کرښه پښتانه په بې رحمۍ سره په ځنګله او ازغن تار وېشل سوي، حتی چي دا وېش د ډېورنډ په تړون کې د ورکړل سوي حق سرغړونه ده”.

بابر په ټويټر ويلي،

“د پاکستان او هند ترمنځ اصل ديوال د دواړو هېوادونو د استبلشمنټ لخوا جوړ د کرکې ديوال دی چي دوی د خپلو ګټو دپاره جوړ کړی دی. دغه ديوال نړولو ته اړتيا لري. دغه رنګ د پاکستان او افغانستان ترمنځ ديوال هم نړولو ته اړتيا لري”.