کور / ترخې خبري / دپاکستان په سفارت دبیروبار دمخنیوی عملی لاری چاری

دپاکستان په سفارت دبیروبار دمخنیوی عملی لاری چاری

 

ليکنه: سخي جان

دوه مهم عوامل دی چی دپاکستان په سفارت یی د ویزو لپاره بیرو بار جوړ کړیدی :

  1. دمریضانو تداوی: ډیری خلک غواړی خپل مریضان ولو که عادی مریضی هم ولری پاکستان ته بوخی علت یی دادی چی په داخل دهیواد کښی یا یی دتداوۍ امکانات نشته او که وی نو په دولتی شفاخانو کښی خو بی نظمی ، فساد  او خپلی پالنه بیداد کوی او په شخصی شفاخانوکښی یی دپاکستان په تناسب مصارف دیر زیات دی نو خلک مجبوردی چی پاکستان ته مخی کړی
  2. په پاکستان کښ ددوه نیم میلیونو زیات مهاجرو اوسیدنه : دملل متحد درسمی شمیرو له مخی همدااوس په پاکستان کښی تر دوه نیم میلیونو زیات مهاجر اوسیږی چی ډیری یی دوه کوره دی یعنی نیم فامیل یی په پاکستان کښی اوسی او نیم یی په افغانستان کښی علتونه یی ډیر دی چی دلته یی دتوضیح ګنجایش نه شته . خو دوی مجبورید چی پاکستان ته تګ او راتګ وکړی .

دحل لاری :

  1. افغانستان په ۱۹ کلونو دډالرو باران کښی ونه توانیده چی حد اقل په ټول افغانستان کښی نه د مرکز او نه دزون پ سطح یوه معیاری شفاخانه جوړه کړی ، اوس که د افغانستان دولت غواړی چی دپاکستان په سفارت بیروبار کم کړی نو باید پ هر زون کي یو معیاری طبی کمپلکس چی دډیری ناروغیو دتداوۍ ظرفیت او کفایت ولری جوړکړی .
  2. دمهاجرینو دبیرته راستنیدو لپاره لاندی کنی اړینی دی :
  3. هغوکسانو ته دی چی په افغانستان کښی داسیدو ځای نه لری اویایی ځایونه ناامن دی یوه یوه نمره ځمکه دولایاتو په مرکزونو کښی ورکړی کنه نو دامشکل به دوامداره پاتی شی .
  4. راستنیدونکو ته دی دداسی کار او روزګار زمینه برابره کړی چی حداقل دژوند ضروریات یی پوره شی لکه څنګه چی اوس یی په پاکستان کښی پوره کوی.
  5. دهغوی داولادونو دتعلیم موضوع ترهرڅه مهمه ده .دراستنیدو په صورت کښی دی دمهاجرینو د اولادونو دتعلیم ددوام لپاره واضیح قوانین ،لوایح او مقررات وضع کړی یعنی هغوی چی په مکتبونو ،کالجونو او پوهنتونونو کښی دی باید دیو شفاف پوسیجر له لاری په عینی صنف کښی په افغانستان کښ د شمولیت زمینه برابره کړی

نتیجه: که چیری پورتنۍ سپارښتنی عملی شی نو نوموړی مشکل به حل شی په غیر ددی دغه مشکل به دتل لپاره موجودی وی