کور / راپور / خضدار او د کوټي ځيني سيمي زلزلې لړزولي دي

خضدار او د کوټي ځيني سيمي زلزلې لړزولي دي

نن سهار په خضدار کي د زلزلې ټکانونه محسوس سوی او خلګ له خپلو کورنو راوتلي دي.

د راپورونو له مخي ددغې زلزلې ټکانونه په کوټه کي هم محسوس سوي دي، خو د مالي او ځاني زيان په هکله تراوسه کوم راپور نسته.

د زلزلې اصلي مرکز لا هم تراوسه مالوم نه دی، خو په جنوبي پښتونخوا او بلوچستان علاقو کي کله کله زلزلې رامنځ ته کېږي چي ځاني او مالي زيانونه هم د ځان سره لري.