کور / راپور / ليکواله او ژورنالیسته قمره اڅکزۍ وکیلي په حق ورسېدل!

ليکواله او ژورنالیسته قمره اڅکزۍ وکیلي په حق ورسېدل!

د هیواد وتلې ژورنالیسته قمره اڅکزۍ وکیلي د تیري جمعي په ورځ ناوخته د جرمني په کولن ښار کي په حق  ورسېدل او د اجل داعي ته يې لبيک ووايه.

ارواښاده اڅکزۍ  د افغانستان د ژورنالیزم د تاریخي سیر یوه مخکښه وه، هغې د طلوع افغان ورځپاڼي د مرستیالي په توګه له دندي نیولې بیا د ښځو چارو وزارت د مرستیالي په توګه بیلابیلي دندي اجرا کړي وې.

خدای بخښلي قمره اڅکزۍ د ژورنالیستیکي فعالیتونو سره سره د پښتو ژبي یوه تکړه لیکواله هم ول او په پښتو ژبه یې د ګڼو مقالو تر څنګ له بیلابیلو ژبو څخه هم لیکني او کتابونه ژباړلي دي.

چي مشهور ژباړل سوی کتاب یې (غوره کیسې) نومیږي.

روح دې ښاد او پر ګور يې نور.