کور / مېرمن / ليکواله او ژورناليسته قمره اڅکزۍ څوک وه؟

ليکواله او ژورناليسته قمره اڅکزۍ څوک وه؟

 

په کندهار کي لومړنۍ ښځينه ژورنالیسته قمر اڅکزۍ وکيلي د ۷۱ کلنو په عمرپه جرمني کي له دې نړۍ سترګي پټي کړې
قمره اڅکزۍ وکيلي د غلام دستګير خان اڅکزي لور په ۱۹۴۸ ميلادي کال کي د کندهار ښار د ده خواجې په سیمه کي زيږېدلې ، لومړنۍ زده کړي يې د کندهار په زرغونه انا ليسه کي او لوړي زده کړي يې په کابل پوهنتون د ښووني او روزني په پوهنځي کي بشپړي کړي وې.
دوه کاله يې د کندهار زرغونې انا ليسه کي د سرښوونکي په توګه دنده اجرا کړې ، تر هغه وروسته يې د وخت په اطلاعاتو او کلتور مديريت کي د طلوع افغان ورځپاڼي د مرستیالي په توګه دنده ترسره کړې چي هم مهاله يې د طلوع افغان ورځپاڼي لپاره د ښځو د حقونو ، بيان ازادۍ او ټولنيزو مسايلو اړوند مقالې هم ليکلې ـ چي هغه مهال د طلوع افغان څخه علاوه انیس او اصلاح ورځپاڼو کي هم چاپېدلې.
وروسته د کندهار د ميرمنو د ټولني مشره مقرره سوه او د حالاتو د خرابېدو سره سم يې کورنۍ په ۱۹۸۱ ميلادي کال کي لومړی پاکستان او وروسته په ۱۹۸۲ کال کي جرمني ته مهاجر سول.
په هيواد کي د طالبانو واکمنۍ تر ختمېدو او پخواني جمهور ریس حامد کرزي د نوي ایجاد سوي حکومت په منځته راتګ سره آغلې وکيلي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرستیالي په توګه درې ۳ کلونه دنده اجراء کړل خو په ضمن کي يي د ژوند تر اخرنيو ورځو شپو پوري د افغانستان مشهورو ورځپانو لپاره علمي مقالې لیکلې ، د جرمني په کولن ښار کي يې هم په افغان کلتوري ټولنه کي د افغان ښځو د ژوند ښه کولو په خاطر زياتي هڅي کړي او هم يې د کوچنيانو لپاره د الماني ژبي څخه پښتو ته کتابونه ژباړلي
د ارواښادي اڅکزۍ څخه دوه اولادونه يوه لور مريم وکيلي او يو زوی داوود وکيلي پاته دي چي په جرمني کي اوسيږي
نوموړې د ۷۱ کلنو په عمر د تيري جمعې په ورځ د آلمان په کولن ښار کي وفات او ټاکل سوې هلته خاورو ته هم وسپارل سي.