مولانا فضل الرحمن: پوځي ادارې دي د سياسي ډګر څخه ځان ليري وساتي

Aziz Rahman Hazim | نوومبر 10th, 2019


په اسلام اباد کي د (ازادۍ مارچ) رهبر او د جميعت علماء اسلام (ف) مشر مولانافضل الرحمن ويلي، چي امنيتي او پوځي ادارې بايد له سياست څخه ليري واوسې او په سياسي موضوعاتو کي دي لاسوهنه نه کوي.

نوموړي نن په اسلام اباد کي خپلو پلویانو ته په وينا کي وويل، چي دا مهال پوځ او نوري امنيتي ادارې په سياسي جرياناتو کي داخل سوي او دا به ددوی لپاره خطرناکه وي.

مولانا وويل: “که هره يوه اداره په خپل چوکاټ کې دننه له خپل کار سره کار وساتي نو هېڅ قسمه جګړه به نه کېږي. موږ اوسنی حکومت نه تسلیموو. موږ په ملک کي يو باوقاره، جایز، جمهوري او ائيني حکومت کتل غواړو چي ولس پکي په عزت سره ژوند تير کړي.”

دا مهال د پاکستان د حکومت ضد د (ازادۍ مارچ) لاريونونه روان دي او د لومړي وزیر عمران خان د استعفا غوښتنه کوي.

د (ازادۍ مارچ) کډونوال وايي، چي موجوده حکومت د پاکستان د پوځ په ملاتړ راغلی دی او د خلګو رايي ته پکي هيڅ پاملرنه نه ده سوې.

Copyright Larawbar 2007-2024