کور / راپور / نوازشريف د درملني لپاره لندن ته ولېږدول سو

نوازشريف د درملني لپاره لندن ته ولېږدول سو

 

د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف  نن د درملني لپاره لندن ته روانېږي.

نوموړی چي د فساد په تور بندي وو په زندان کي د سختي ناروغۍ سره مخ سو چي وروسته محکمي د هغه د بند موده وځنډول.

سرچينې وايي، چي لندن ته د نوازشريف د تګ ټکټ تاييد سوی دی او د هغه  د بياراتګ نېټه د نومبر  ۲۷ نېټه ټاکل سوې ده. خو لا مالومه نه ده چي نواز شريف به بېرته پاکستان ته راسي که څنګه.