کور / راپور / جنرال ميلي: امريکايي ځواکونه ژر له افغانستان څخه نه وځي

جنرال ميلي: امريکايي ځواکونه ژر له افغانستان څخه نه وځي

د امريکايي ځواکونو يو لوړپوړی چارواکی وايي، چي امريکايي سرتېري به څو نور کلونه هم په افغانستان کي پاتي وي او د ژر وتلو امکان نسته.

د امريکا د وسلوال پوځ لوی درستيز جنرال مارک ميلي د اې بي سي ټلوېزون سره په يوه ځانګړې مرکه کي ويلي، چي امريکا په افغانستان کي ۱۸ کاله تېر کړل، خو څو نور کلونه به هم دلته پاتي وي.

نوموړي وويل، چي امريکايي ځواکونه ددې لپاره دلته دېره دي چي افغانستان بيا د ترهګرو په ځاله بدل نه سي.

جنرال ميلي وويل: “موږ افغانستان ته د دې لپاره ولاړو چي هغه هېواد بیا د ترهګرو ځاله نه سي چي پر متحدو ایالتونو برید وکړي. دا ماموریت لا بشپړ سوی نه دی او د دغه ماموریت د بري لپاره افغان حکومت او د افغانستان ځواکونه باید د خپل هېواد د امنیت ساتلو جوګه سي او پرې به نه ږدي چي ترهګر یې له هېواد څخه پر نورو هېوادونو او په خاص ډول پر متحدو ایالتونو برید وکړي.”

په افغانستان کي دا مهال ۱۴۰۰۰ امريکايي سرتېري دېره دي، چي ولسمشر ډونلډ ټرمپ يې د ايستلو ژمنه کړې ده.