کور / اقتصادي / سږکال د جلغوزيو په حاصلاتو کي ۱۰ سلنه زياتوالی راغلی دی

سږکال د جلغوزيو په حاصلاتو کي ۱۰ سلنه زياتوالی راغلی دی

د افغانستان د کرهڼي وزارت وايي، چي سږ کال په دغه هيواد کي د جلغوزیو په صادراتو کي ۱۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د کرهڼي وزارت وياند اکبر رستمي وايي، چي سږ کال له ټول هيواد څخه ۲۴ زره ټنه جلغوزي راټول سوي دي، چي دا شمېر د پرسږ کال په پرتله زر ټنه زيات دی.

نوموړي وايي، چي په ځينو ولايتونو لکه پکتيا، پکتيکا او خوست کي يې د جلغوزي نوي بوټي په ځنګلونو کي کښېنولي دي.

هغه وويل:”موږ په لومړي پړاو کي د جلغوزیو د ځنګلونو له سیمو څخه ساتنه کوو او د ځنګلونو د بیا جوړلو په برخه کي موږ سږ کال ۶.۴ میلیون د جلغوزیو بوټو کرل په پلان کي درلودل چي ددې پروژې یوه برخه پیل سوې ده او لا هم دوام لري”.

نوموړي وويل، چي تېر کال د هوايي دهلېز له لاري ۱۶ زره ټنه جلغوزي چين هيواد ته صادر سوي دي او لا هم دا لړۍ دوام لري.