کور / راپور / پکتیا چارواکي: د څلورو پاکستانيانو په ګډون ۱۳ طالب وسلوال وژل سوي

پکتیا چارواکي: د څلورو پاکستانيانو په ګډون ۱۳ طالب وسلوال وژل سوي

 

د پکتیا ولایت  چارواکي وايي، چي د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند روکیانو سيمه کي د افغان ځواکونو په هوایي برید کي د وسله والو طالبانو د دریو مهمو ځایي قومندانانو په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل سول.

د چارواکو په خبره، دغه برید تېر (د یکشنبې) ماښام ناوخته ترسره سو، چې پر څلورو نورو وسله والو طالبانو سربېره د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال مولوي میرزا جان، د اریوب ولسوالۍ لپاره د الله نور (مشهور په شوټي) په نوم یو تن قومندان او د قاري حبیب په نوم یو بل سرګروپ له وسلو او یوه عراده پېک اپ موټر سره یو ځای له منځه یوړل سول.

چارواکي زياتوي، چي د یکشنبې په ماښام د زرمت ولسوالۍ اړوند شینۍ سیمه کي هم د افغان ځواکونو په هوایي برید کي دوه تنه وسله وال طالبان ووژل سول. په دواړو بریدونو کي له وسله والو طالبانو پرته بل چا ته کوم زیان ندی اوښتی.

د چارواکو په خبره.، د یکشنبې په مازدیګر د څمکنیو ولسوالۍ اړوند اندړو سیمه کي هم څلور تنه ماین خښوونکي د خپل ماین په چاودنه کي وژل سوي دي چې څلور واړو وژل سوي کسان پاکستاني دي چې سیمې ته د وسله والو طالبانو په ملتیا د ترهګریزو فعالیتونو او ماین جوړونې لپاره راغلي وو.

وسلوالو طالبانو تر دا مهاله د يادو پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.