کور / راپور / په کندهار کي پوليو ضد واکسين کمپاين پيل سو

په کندهار کي پوليو ضد واکسين کمپاين پيل سو

 

د هيواد د نورو سيمو په څېر نن په کندهار کي هم د پوليو ضد واکسين پيل سو او په دې هکله نن د عماي روغتيا په رياست کي يو لړ مراسم نيول سوي وه.

په دغه مراسمو کي د روغتيايي مسؤولينو ترڅنګ د کندهار ګڼ چارواکي هم راغلي وه او له هيوادوالو څخه يې غوښتنه وکړه چي په دغه کمپاين کي ددوی سره مرسته وکړي او خپل ماشومان د ګوزڼ (پوليو) له خطرناکي ناروغي څخه وژغوري.

روغتيايي مسؤولين وايي، چي په کندهار کي د پوليو پرضد د خلګو عامه پوهاوی ډېر سوی او سږ کال په کندهار ښار کي د پوليو يوه پېښه هم نه ده ثبت سوې.

د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وویل، د تیرو ۱۴ میاشتو راهیسي په کندهار ښار کي د پولیو پیښه نلرو او علت يې د پولیو په وړاندي د مبارزې دوامداره کمپاینو نتیجه ده، چي تیر کال موږ ۹ پیښي درلودې ولي خوشبختانه سږکال یوازي دري پيښي د ولسوالیو په کچه لرو او په ښار کي پيښه نلرو.

ښاغلي پخلا زیاته کړه، چي د ولس همکاري د حفظ الصحې په ساتلو کي ډیر اړین دي او په دوهمه برخه کي د رد کورنیو په وړاندي باید په کډه مبارزه وکړي تر څو کور په کور دغه پروګرام تطبیق سي او د پولیو مخ د افغانستان څخه ورک کړو.

ښاغلي پخلا همداراز وویل، چي د ښار په شمول په لسو ولسوالیو په بشپړه ډول او په پاته ولسوالیو کي د کلینیک په کچه ترسره کیږي، چي ټول ټال تر ۵۰۰ زره زیاتو ماشومانو ته به د پولیو ضد واکسین تطبیق سي.

باید وویل سي، چي دا مهال د افغانستان په شمول یوازي په پاکستان کي د دې خطرناکي ناروغۍ نښي لیدل کیږي او هڅه همدا ده، چي څنګه کیدلای سي د یادي ناروغي مخه ونیول سي.