کور / خبرتیا او پيغامونه / “ملغلرې خبرې” کتاب چاپ شو

“ملغلرې خبرې” کتاب چاپ شو

ملغلرې خبرې هغه اثر دی چې منځپانګه یې د ماتو او سړو زړونو له بیدارۍ او له وېښوونې غږېږي. د هغو ککریو لپاره چې د ژوند او مبارزې په کار کې یې حوصله بایللې ده او په ځان کې د بیا راپورته کېدو ځواک نه لري.

دا چې په نړۍ کې هېڅ داسې عقلمند سړی نه شته، چې په سر کې یې د کار یوه طرح او ایډیا نه وي او دغه طرحه یا ایډیا ممکن د مختلفو لارو له نوموړي سره یو ځای پاتې شوې وي. نو دا چې د انسان د پرمختګ یوه مهمه لار پر نویو څېزونو فکر او ایډیا رامنځته کول دي؛ ما هم هڅه کړې چې د نړۍ د نامتو څېرو هغه ملغلرې او ایډیاوې چې په انسان کې د مثبت تغییر د پېښوونې په هکله بارز رول لوبولی شي، راخیستې او خپلې خوږې پښتو ته راژباړلې دي.

ملغلرې خبرې د نړۍ د مخکښو سوداګرو او فیلسوفانو اندونه او فکرونه دي، چې په ډېرو ساده الفاظو خوږې پښتو ته را ژباړل شوي دي، چې ټولې لنډې ویناوې د ژوند لپاره اب حیات ګڼلی شو.

تقریباً د ژوند د هر اړخ په تړاو لکه مینه، دینداري، اخلاق، علم، د وخت ارزښت، فکر، عمل، رښتیا، دروغ، بښل، مهرباني، زړوتیا، قوي اراده، مقاومت، بریالیتوب، موخې، صبر، روغتیا، خدمتګاري او په ټوله کې د انسانیت او ښه ژوند معیار د کتاب محتوا او منځپانګه بلل کېږي.

د کتاب لوستلو شایقین کولای شي، کتاب دتر چاپ وروسته د ټولو ولایاتو په کتابپلورنځیو کې په مناسب ترلاسه کړي.