کور / راپور / د آی ايس آی مشر کابل ته راغلی دی

د آی ايس آی مشر کابل ته راغلی دی

 

د پاکستان د څارګري ادارې  (آی ايس آی ) مشر جنرال فيض حميد نن د يو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

افغان چارواکي وايي، چي فيض حميد د ملي امنيت د سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي.

ښاغلي حقمل ویلي، چي دواړو لورو د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ښه کولو او په پېښو کي د «افغان مارکيټ» پر سر د رامنځته سوي ستونزې د هواري په هدف د یوې تخنیکي کمېتې پر جوړولو خبرې کړي دي.

تېره مياشت په پېښور کي پاکستاني پوليسو پر افغان مارکيټ چاپه ووهل او له هغه وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي ترېنګلي سولې.

همداراز دوې اوونۍ وړاندي په اسلام اباد کي پاکستاني استخباراتو افغان سفير عاطف مشعل خپل مرکزي دفتر ته وربللی او هلته يې غيرمسؤولانه چلند ورسره کړی وو.