کور / علمي / د نړۍ پراخوالۍ

د نړۍ پراخوالۍ

 

شیلر

ژباړه:سید عبیدالله نادر

د فارسي ادب څخه د شیلر د دي ادبی پارچي ژباړه په پښتو ادب کې

زړه می غواړي ، چې د باد په وزرونو کښینم ،او هغه څه چې څیښتن تعالی د تاریکۍ او سرګردانۍ له مینځه پیدا کړي ،هغه تر خپو لاندي پی کړم .تر څو مګر یوه ورځ د دي پراخه او بیکرانه سمندر پای ته ورسیږم ، او هغه سرزمین ته ورسیږم ،چې پروردګار د عالمیانو هغه آخري سرحد دخلقت خپل تاکلی دی .

زه له همدا اوسه په دي اوږود او بی انتها سفر کې ،ستوري په خپل تلپاتي ځلیدو کې وینم ،او وینم چې د کاییناتو په زړه کې د زرګونو کلنو لاره پی کوي ،تر څوخپلي ټاکلی نهايي سر زمین ته وسیږي .زه تر دي حده بسیا نه کوم ،او لاهم مخ په وړاندی ځم ،تر هغه ځایه ځم .چې نور د فلک ستورو ته په کې لاره نشته ، په ډیر زړور تیا ،د خاموشۍ او چوپتیا په قلمرو کې خپه ږدم . نا څاپه یوي نوي دنیا ګۍ ته ورداخلیږم ،چې د دي دنیا ګۍ په آسمان کې وریځی په حرکت کې دي ،او پر ځمکه یي دریابونه او سمندرونه بهیږي،او پراخه ځنګلونه غزیدلي دي ، په یوه ډیره نرۍ  چوپه او د سکوت نه ډکه لاره کښي ،په ژور سوچ کې روان یم .چې ناببره یو لاروۍ زما خواته نژدي کيږي .او راباندي ږغ کوی! . ای مسافره! ودریږه په دي بیړه ،کوم ځای ته روان یي ؟ زه ورته وایم هغه دنیا ته چې آخر او پایان نه لري ،هغه ځای ته ځم چې پروردګار د عالمیانو د خپل خلقت آخری سرحد ټاکلی ،او هلته نور ذیحیات سا نه وباسي ،یعني ذیروح نشته ،هغه راته وایي : اوه ………. ودریږه بی ځایه په ځان دومره لوی تکلیف او رنځ د سفر مه قبلوه ،مګر ته نه پوهیږي چې غواړې چې په پراخه او بی پایانه عالم کې قدم کیږدې ………په دي پوه شه چې تر دي پورته تا ته اجازت د سفر نشته ……….. ای زما تند پروازه خیاله نور دي خپل پولادین وزرونه وتړه ، او ته ای زما د خیال ګړندي بیړۍ نور دي په همدي ځای دروند لنګر واچوه ، ځکه تاته تر دي پورته اجازت د سفر نشته .