کور / تازه خبرونه / اورکزي: د پاکستاني پوځ ترنظارت لاندي داعش وسلوال روزل کېږي

اورکزي: د پاکستاني پوځ ترنظارت لاندي داعش وسلوال روزل کېږي

 

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، چي په دغه ولایت کي يې د داعش پرضد عمليات ډېر توند کړي دي او په نتيجه کي یې دداعش په لسګونو غړي وژل سوي يا تسليم سوي دي.

تېره ورځ ښاغلي مياخېل خبريالانو ته په وینا کي وويل، چي مخکي به د ډیورنډ کرښي له پوري غاړي اورکزيو څخه داعش وسلوال د ننګرهار هسکي مېني ته را تلل او دلته به يې نا امني جوړول.

د مياخيل په خبره، د پاکستاني پوځ تر نظارت لاندي داعش وسلوالو په په اورکزيو کي ميشتځايونه لري او له هماغه ځايه افغانستان ته را اوړي او دلته د حکومت پرضد جګړه کوي.

مياخيل زياتوي چي يوازې په يوه اونۍ کي په لسګونو داعش تسليم سوي دي. (( د داعش مشران په اورکزو کي دي. له هغه ځايه یې راتګ بند سوی دی. دوی سره دلته نورې لارې نشته. يا به جنګ کوي، يا به تسليميږي او يا به تښتي. موږ مطبوعاتو ته ښودلي چي په دې وروستيوو کي ۶۴ تسليمو سوو کي ۴۹ کسان بهرنيان دي. په دوی کي ځيني يې د پاکستان او ځيني د نورو هېوادونو وو.))

ننګرهار يو له هغه ولايتونو څخه دی چي داعش وسلوال پي فعال دي، خو افغان حکومت وايي، چي د وروستيو عملياتو په نتيجه کي يې د داعش زور ايستلی او په نږدې راتلونکي کي به په کونړ ولايت کي هم د يادي ډلي پرضد پوځي عمليات پيل کړي.

.