کور / راپور / جميعت علماء اسلام: حکومت وارخطا سوی، د (ازادۍ مارچ) لړۍ ټول ملک ته غځوو

جميعت علماء اسلام: حکومت وارخطا سوی، د (ازادۍ مارچ) لړۍ ټول ملک ته غځوو

 

په پاکستان کي د جميعت علماء اسلام (ف) يو مشر او د صوبايي اسمبلۍ غړي اکرم خان درانی وايي، چي زموږ د دوهم پلان د رامنځ ته کېدو سره به د حکومت وارپار خطا سي او د له منځه تللو شيبې به شماري.

دراني د يو شخصي ټلويزون سره په مرکه کي ويلي، چي زموږ راتلونکی پلان به داوي چي د (ازادۍ مارچ) لړۍ ټول ملک ته وغځوو.

د پاکستان د حکومت اپوزيسون ګوندونو په اسلام اباد کي د (ازادۍ مارچ) په نوم لاريونونه پيل کړي دي او غواړي چي لومړی وزير عمران خان دي استعفا ورکړي او د بيا دي ټاکني وسي.

د (ازادۍ مارچ) مشري د جميعت علماء اسلام (ف)ګوند کوي او وايي که يې غوښتني ونه منل سي پر بي پلان به عمل شروع کوي چي له مخي به يې د لاريونونو لړۍ ټول ملک ته غځوي.

د دغه ګوند يو مشر مولانا عبدالغفور حيدري وايي، چي د ټولو ګوندونو سره يې خبري کړي او په نږدې راتلونکي کي به د ملک ټولي برخي د (ازادۍ مارچ) په ملاتړ وخوځېږي اوپه  ټولو سړکانو او کوڅو کي  به د عمران خان د استعفا شعارونه ورکول کېږي.

خو عمران خان ويلي، چي په هيڅ وجه به استعفا ورنه کړي او نه به د ټاکنو په هکله د اپوزيسون غوښتني ومني.