کور / راپور / ننګرهار کي د پاکستانيانو په ګډون د داعش لسګونه کسان تسليم سوي دي

ننګرهار کي د پاکستانيانو په ګډون د داعش لسګونه کسان تسليم سوي دي

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګيانی وايي، چي په اچين ولسوالۍ کي د څلور نارينو په ګډون د داعش اړوند ۹۳ تنه ميرمنې او ماشومان تسليم سوي دي ، چي په تسليم سويو کې ۱۳ پاکستاني اتباع شامل دي

ښاغلی خوګيانی وايي،  د داعشي جنګياليو او د هغوی د کورنيو د تسليميدو لړۍ جريان لري .

هغه وويل، تسليم سوي کسان به ژر رسنيو ته وښودل سي .

بل خوا طالبانو د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي، چي دغه کسان ددوی په محاصره کي وه، چي افغان حکومت ترې ژغورلي دي.

 خو د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، چي په دغه ولایت کي يې د داعش پرضد عمليات ډېر توند کړي دي او په نتيجه کي یې دداعش په لسګونو غړي وژل سوي يا تسليم سوي دي.

تېره ورځ ښاغلي مياخېل خبريالانو ته په وینا کي وويل، چي مخکي به د ډیورنډ کرښي له پوري غاړي اورکزيو څخه داعش وسلوال د ننګرهار هسکي مېني ته را تلل او دلته به يې نا امني جوړول.

د مياخيل په خبره، د پاکستاني پوځ تر نظارت لاندي داعش وسلوالو په په اورکزيو کي ميشتځايونه لري او له هماغه ځايه افغانستان ته را اوړي او دلته د حکومت پرضد جګړه کوي.