کور / راپور / ننګرهار: اچين ولسوالۍ کي داعش وسله وال وژل سوي دي

ننګرهار: اچين ولسوالۍ کي داعش وسله وال وژل سوي دي

ننګرهاردوالی وياند عطاالله خوګيانی وايی د اچين ولسوالۍ مامندرې سيمه کي د داعش وسله والو پر پټنځايونو د توغندیو بریدونه سوي، چي په ترڅ کي يې شپږ داعش وسله وال وژل سوي دي.

دننګرهاردوالی وياند وايی: په اچين ولسوالۍ کي د داعش وسله والو ځپلو په موخه د ګډو ځواکونو عمليات جريان لري، چي له امله يې زياتې سيمې د دوی له شتون څخه پاکي سوي دي.

همدا راز په ورته وخت کي ډله – ډله داعش وسله وال، چي ښځې او ماشومان هم ور سره دي حکومت ته تسليميږي او دا لړۍ دوام لري.

خوګيانی وايي، چي په اچين ولسوالۍ کي د څلور نارينو په ګډون د داعش اړوند ۹۳ تنه ميرمنې او ماشومان تسليم سوي دي ، چي په تسليم سويو کي ۱۳ پاکستاني اتباع شامل دي

ښاغلی خوګيانی وايي،  د داعشي جنګياليو او د هغوی د کورنيو د تسليميدو لړۍ جريان لري .

هغه وويل، تسليم سوي کسان به ژر رسنيو ته وښودل سي .

بل خوا طالبانو د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي، چي دغه کسان ددوی په محاصره کي وه، چي افغان حکومت ترې ژغورلي دي.

 خو د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، چي په دغه ولایت کي يې د داعش پرضد عمليات ډېر توند کړي دي او په نتيجه کي یې دداعش په لسګونو غړي وژل سوي يا تسليم سوي دي.