کور / راپور / لوګر کي د بهرنيو سرتېرو پر موټريز کاروان بريد سوی دی

لوګر کي د بهرنيو سرتېرو پر موټريز کاروان بريد سوی دی

 

د لوګر چارواکي وايي، چي نن يوولس بجې  د مرکز پل علم او ګردېز  ترمنځ غځېدلي سړک باندي د امريکايي ځواکونو پر موټريز کاروان موټربم حمله سوې ده.

د لوګر امنيه قوماندانۍ وياند څارمن شاهپور احمدزی وايي، چې دغه بريد نن له غرمې مخکې شااوخوا يوولس بجې د پادخاب شانه سيمه کي د ”شېنک‟ پوځي اډې ته نږدې د بهرنيو ځوکونو د موټرو پر کاروان سوی دی.

احمدزي د تلفاتو په اړه ناخبري وښوده، خو د پېښې عيني شاهدان وايي، د موټر بم دغه چاودني يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

بل خوا د لوګر امنيه قومنداني وايي، چي تېر ماښام په پل علم کي د ملي اردو پر يوې قرارګاه هوايي بريد سوی چي پکي د ملي اردو څلور سرتېري وژل سوي او شپږ نور ټپيان دي.

پېښه داسي مهال سوې چي طالبانو پر دغه قرارګاه حمله کړې وه او هوايي ځواک د افغان پوځ په ملاتړ هوايي بريدونه کړي، چي په تېروتنه يې د ملي اردو قرارګاه هم تر بريد لاندي نيولې وه.