کور / راپور / د پکتیا له عالي دارالمعلمین څخه ۹۷ تنې انجوني فارغې شوې

د پکتیا له عالي دارالمعلمین څخه ۹۷ تنې انجوني فارغې شوې

 

د پکتیا له عالي دارالمعلمین څخه ۹۷ تنه انجونې د ښوونې او روزنې په برخه کې له دوه کلنو زده کړو بشپړولو وروسته فارغې شوې.

د دارالمعلین رئیس فضل الرحمن طارق په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، اداره یې د ښوونې او روزنې په برخه کې د تدریسي وړتیاوو د لوړولو لپاره هڅې کوي. نوموړي زیاته کړه چې په په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو د کمښت ستونزې ته په کتو سره یې د یونیسیف په مالي همکارۍ د ګېټ په نوم د ښځینه زده کړیالانو د روزنې برنامه په مرکز ګردېز او یو شمېر ولسوالیو کې پیل کړې چې ورسره به دغه ستونزه تر یوه بریده هواره او په ښوونځیو کې د ښځینه استادانو او زده کوونکو شمېر زیات شي. طارق په دې برخه کې د یونیسیف ادارې له همکاریو هم مننه وکړه.

د پوهنې رئیس کوچي ځاځي وویل چې د ولایتي ادارې د مشرتابه له لارښوونې سره سم د انجونو په ښوونځیو کې د ښځینه مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزې ته د حل لارې لټولو په هڅه کې دی او زیاته یې کړه چې د ګېټ برنامې او د عالي زده کړو له نورو ادارو څخه فارغ شویو انجونو ته به په ښوونځیو کې د کار زمینه برابره شي.