کور / اسلامي / “د رحمت پيغمبر او د سولې رهبر” په نوم کنفرانس جوړ شو

“د رحمت پيغمبر او د سولې رهبر” په نوم کنفرانس جوړ شو

“د رحمت پيغمبر او د سولې رهبر” په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس د افغانستان په علومو اکاډمي کې د ١٣٩٨لمريز کال د عقرب په ٢٢مه د چهارشنبې په ورځ ترسره شو.

دغه کنفرانس د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د معاونيت په کوښښ او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د اسلام د ستر پيغمبر او وروستني استازي د نېکمرغه ميلاد په مناسبت، د يادې ادارې د علامه کهزاد په تالار کې د ګڼ شمېر ديني عالمانو، پوهانو، څېړونکو، استادانو او د دولتي او شخصي ادارو منسوبينو په ګډون جوړ شو.

د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستيال څېړنپوه نصرالله ناصر په خپلې پرانيستونکې وينا کې وويل، د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) بعثت په نړۍ کې ستر مثبت بدلون رامنځ ته کړ او د ژوند هره برخه يې په الهي وحي او خپلو مبارکو سنتونو سره روښانه کړه.

د علومو اکاډمي د اسلامي علومو برخې مرستيال څېړنوال برهان الله نيازي د رسول الله په سيرت کې د ترحم او شفقت په اړه رڼا واچوله او هغه يې نه يواځې د انسانانو، بلکې د حيواناتو، نباتاتو او د چاپېريال لپاره د ترحم او شفقت بېلګه ياد کړ چې د خپل هېواد په سولې او امنيت راوستلو کې بايد ترې درس واخيستل شي، ځکه اوس مهال تر هرڅه زيات هېواد سولې او امنيت ته اړتيا لري.

ده زياته کړه: “زموږ په ټولنه کې له ماشومانو، ملي شتمنیو، علماوو او کونډو او یتیمانو سره بې رحمي کېږي، تر څو چې موږ په خپل ځان شفقت او مرحمت و نه کړو، نو هیڅکله هم له دغه ناوړه حالت څخه نه شو وتلای.”

د امنيت شورا د ديني چارو سلاکار مولوي رحمت الله اندړ د رسول الله سيرت يو تاريخ نه، بلکې د ژوند تګلاره وبلله چې عمل ورباندې هره برخه له ستونزو ژغورلاى او سعادت ته رسولاى شي.

نوموړي د يوه دعوتګر د ښې ماضي جوړولو په اړه، لکه څنګه چې رسول الله له بعثت څخه مخکې هم په امين ملقب و، ټينګار وکړ.

د چارو ادارې فرهنګي کارپوه امرالدين فهيم هم د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د لوړ مقام په اړه وينا واوروله. د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهاند عبدالاحد مسلم، رسول الله د سولې او يووالي بېلګه وګاڼه چې بايد ترې عملي درس واخيستل شي.

د کنفرانس په دوام په ديني چارو کې د ولسمشر سلاکار او د افغانستان د علماوو شورا غړي د څرخي پله جومات خطيب مولوي عنايت الله بليغ، د حج، ارشاد او اوقافو وزارت د علمي مجمع رييس مفتي سيد حجت الله نجيح؛ د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو رئيس مولوي محمد شعيب صيقل، د علومو اکاډمي د تفسير او حديث د مرکز رييس څېړنوال عبدالرحمن عادل، د علومو اکاډمي د عقيدې او ثقافت د مرکز رئيس څېړنوال عبدالوهاب عابد او د علومو اکاډمي د ثقافت د انسټيټيوټ آمر څېړنوال محمد يوسف حازمي خپلې ويناوې او مقالې په ترتيب سره واورولې.

په پاى کې په هېواد کې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره د پکتيا د علماوو شورا د مشر مولوي صاحب خالقداد له خوا دعا وشوه.