کور / راپور / نوازشريف بهر ته تللای سي، خو کورنۍ به يې حکومت ته اووه اربه روپۍ ضمانت ورکوي

نوازشريف بهر ته تللای سي، خو کورنۍ به يې حکومت ته اووه اربه روپۍ ضمانت ورکوي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ويلي، چي نواز شريف ته په مشروط ډول له ملک څخه بهرته د تګ اجازه ورکوي.

عمران خان ويلي، چي نواز شريف کولای سي چي له ملک څخه بهر د تداوي لپاره ولېږدول سي، خو په دې شرط چي بېرته به پاکستان ته راستنېږي.

د پاکستان د قانون وزيري فروغ نسیم د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کي خبري غونډې ته وویل: “ نوازشریف ته د هغه د خراب صحت په خاطر د تداوۍ  لپاره د ملک څخه د بهر تګ اجازه ورکړل سوې ده، خو د هغه کورنۍ به د اووه اربو روپو دا ضمانت ورکوي چي پخوانی وزیراعظم به د اعلان وروسته هېواد ته ستنېږي، هغه څلور هفتې بهر تیرولای سي او د یو ځل لپاره نوازشریف ته د بهر تګ اجازه ورکړل سوې ده”.

بل خوا د مسلم ليګ (ن) ګوند وايي، چي دا ډول شرطونه د عمران خان منافقانه چلند ښکاره کوي.

نواز شريف ويلي، چي دده پر وړاندي د عمران خان چلند (سياسي غچ )دی.

نواز شريف د فساد په تور د پاکستان د احتساب ادارې بندي کړی دی، خو په دې وروستيو کي د هغه د خراب وضعيت له امله نوموړی له بند څخه وايستل سو او اوس تر درملني لاندي دی.