کور / راپور / مولانا فضل الرحمن د (ازادۍ مارچ) پلان بي د عملي کولو اعلان وکړ

مولانا فضل الرحمن د (ازادۍ مارچ) پلان بي د عملي کولو اعلان وکړ

تېره ورځ په اسلام اباد کي مولانا فضل الرحمن اعلان وکړ، چي د (ازادۍ مارچ) بي پلان يې په کار اچولی او د ملک په ټولو برخو کي به د حکومت ضد لاريونونه پيل کړي.

نوموړي وويل، چي زموږ اې پلان داوو چي په اسلا م اباد کي به خپل پرلت غځوو اوکه زموږ غوښتني ونه منل سوې، نو په دوهم قدم کي به پلان بي باندي کار کوو، چي له مخي به يې د ملک په ټولو برخو کي د حکومت پرضد لاريونونه پيلېږي.

تېره ورځ د (ازادۍ مارچ) پلویان د کوټي – چمن لويه لار په سيد حميد کراس کي بنده کړې وه.

د (ازادۍ مارچ) په نوم د حکومت ضد لاريونونه په دې راپيل سوي چي د تحريک انصاف په مشرۍ موجوده حکومت ونړوي او له سره نوي انتخابات وسي.

د دوی په خبره چي موجوده حکومت د پوځ په مټ راغلی دی او هيڅ قانوني حيثيت نه لري.